ډېر لوستل شوي

مولوي امیرخان متقي: نوی ډهلی دې د ویزو ورکړه اسانه او هندي پانګوال دې افغانستان کې پانګونه وکړي

د هند جمهوریت بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې عمومي ‏رییس آنند پرکاش د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي دي.

دې ناسته کې د دواړو هیوادونو تر منځ پر دوه اړخیزو ‏سیاسي اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او د وروستیو سیمه‌ییزو سیاسي مسایلو اړوند خبرې اترې شوي دي.

 د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو تر منځ د ډيپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو پر ‏پراختیا ټینګار کړی او وړاندې یې ویلي چې افغانستان کې اوسمهال د پانګونې لپاره ښه فرصتونه چمتو شوي. همدا رنګه ښاغلي متقي هندي پانګوال افغانستان کې پانګونې ته رابللي دي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وړاندې زیاته کړې چې د افغانستان او هند تر منځ د خلکو تګ راتګ په برخه کې باید ‏اسانتیاوې رامنځته شي او ‏‎د سوداګرو په ګډون دې ناروغانو او زده کړیالانو ته د ویزو ورکړه عادي حالت ته راوګرځول شي.

په همدې حال کې آنند پرکاش خپلو خبرو کې ویلي چې هېواد ته یې له افغانستان سره اړیکې مهمې دي او هیله ‏مند دی چې په بېلابېلو برخو کې اړیکې نورې هم پراخې کړي. ‏

نوموړي زیاته کړې چې هند به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او غواړي چې په ځینو ‏زیربنايي پروژو کې هم پانګونه وکړي او هغه پروژې چې له څه مودې راهیسې ولاړې دي، ‏چارې يي بېرته پیل کړي.

په پای کې دواړو لوریو د اړیکو د پراختیا او د تګ راتګ برخه کې د ویزو پر ورکړې ټینګار کړی.

اړوند خبرونه