ډېر لوستل شوي

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره وکتل

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین لوی پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار پرون سه شنبه له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسون او مله پلاوي سره وکتل.

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین راغلي پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ د نشه یي توکو پر وړاندې د دغه معینیت پر وروستیو لاسته راوړنو او همدارنګه د امیرالمؤمنیین حفظه الله د هغه فرمان په اړه چې په بسنټ یې په هیواد کې د هر ډول نشه یي توکو کښت، پلور او پېر منع دي؛ مالومات ورکړل. معین همداشان د اسلامي امارت له لوري د روږدو د راټولونې پر څرنګوالي، پلانونو، درملنې او دوی ته د حرفوي او نورو زده کړو د چمتووالي په اړه هم خبرې وکړې.

ښاغلي همکار په دې ناسته کې وړاندې ویلي چې په ګډه به د افغانستان په ګډون له نړۍ د نشه یي توکو د کښت، قاچاق، پیر او پلور جرړه ورکوو؛ څو ځوان نسل مو له دغې بدمرغې پدیدې خوندي شي.

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین لوی پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار له دغه پلاوي څخه د معتادینو د درملنې، ملاتړ، کروندګرو ته د بدیل کښت پر ورکړې او نورو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلی نیکلاسون او مله پلاوي د نشه یي توکو پر وړاندې د دغه معینیت کړنې، فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې او د نشه یي توکو پر وړاندې یې د اسلامي امارت مبارزه بریالۍ وبلله.

نیکلولاسون وویل چې نشه یي توکي د نړۍ ګډ دوښمن دی او ددغه پدیدې په وړاندې به په ګډه مبارزه کوو.

اړوند خبرونه