۲۱۵ عزم قول اردو د ۳۳ راستنو شويو کورنيو چې ټوليز شمېر يې ۱۷۹ تنه ښودل شوی، خپولو اړوند سيمو ته له خوندي لېږده خبر ورکړی دی.
ياده قول اردو وايي، چې دغه کورنۍ د بهرامچې له لارې له ګاونډي هېواده راستنې او د اووم نمبر سرحدي محمدي لواء منسوبينو له لوري د انټرنېشنل په وسيله خپلو سيمو ته په خوندي توګه لېږل شوې دي. د خبر له مخې، چې د یادې قول اردو د عبيده ابن جراح کنډک د راستنېدونکو د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه فعاله ده او د همکارو ادارو سره په همغږۍ خپل فعالیتونه په منظمه توګه ترسره کوي.