د عامي روغتيا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلاي د نړيوال وجهي صندوق (Global Fund) له استازو انکجن او ايليا بخاريف، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې (UNDP) له پلاوي ډينا پټيل او ډاکټر اکمل نصرت سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې کتنه کې د HIV، ملاريا، توبرکلوز ناروغيو د مخنيوي، دې برخه کې د همکاريو، روغتايي سيسټم د پياوړتيا او د لا ډېرې همغږۍ په تړاو خبرې شوي دي.
ښاغلي جلالي د نړيوالو همکارانو له مرستو مننه کړې او د پيداره او با ثباته روغتيايي خدمتونو پر وړاندې کولو يې ټینګار کړی دی.
دغه راز د نړيوال وجهې صندق استازو د افغانستان روغتيايي سکټور د پياوړتيا په موخه د خپلو مرستو جاري ساتلو ژمنه کړې ده.

