د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ملي کارګرانو او کارکوونکو د ټولنې سرپرست مولوي عبدالمتين مولويزاده د کارګر د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې ويلي، چې د دې ادارې موخه د کارګرانو د قانوني حقونو خونديتوب او له هغوی څخه دفاع ده.
د اميد راډيو خبريال په دې غونډه کې د ښاغلي مولويزاده په حواله ويلي، چې مسوولين باید د کارګرو سره د معاشونو او د کار زمېنې برابرولو په برخه کې همکاري وکړي. نوموړي دغه راز کارګرو ته د کار زمېنه برابرول د يادې ادارې مسووليت او دنده بللې ده.

