د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار مرستيال مولوي محمد زاهد احمدزي د شريعت په رڼا کې اسلامي امارت د کارګرانو د حقونو په ورکړې او خونديتوب مکلف بللی دی.
د اميد راډيو خبريال د کارګر نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې د ښاغلي احمدزي له قوله ويلي، چې خصوصي سکټور ته دنده سپارلې؛ تر څو کارګرانو ته د کار زمېنه برابره او د هغوی حقونو ته جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي احمدزي زياته کړې، سره له دې چې امکانات محدود دي، خو افغانانو په بېلابېلو برخو کې ډېر کارونه کړي دي.

