د بهرنيو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال ډاکټر محمد نعيم وردګ د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په آزاديدو ټينګار کړی دی.
د اميد راډيو خبريال د کارګر نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې د ښاغلي وردګ په حواله وويل: “که نړيواله ټولنه رښتيا هم د بشر حقونو ته ارزښت ورکوي؛ نو باید د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ آزاده کړي، څو دلته د ښځو او نارينو لپاره د کار زمېنه برابره شي. “
ښاغلي وردګ دغه راز د ټولو هېوادونو له کړو همکاريو مننه کړې او ټينګار يې کړی، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره مثبتو اړيکو ته ژمن دی او له نړيوالې ټولنې هم ورته تمه لري.

