ډېر لوستل شوي

عدليې وزارت په پغمان کې ۳۵۲ جريبه ځمکه امارتي تثبيت کړه

عدليې وزارت د کابل د پغمان ولسوالۍ په “ملا عزت ښارګوټي” کې د څه باندې ۳۵۲ جريبه ځمکه امارتي تشخيص او تثبيت کړه.

ياد وزارت وايي، چې د مرکز زون د غصب شويو ځمکو قضيو ته د رسېدنې او اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو او املاکي دفترونو له دقيقي بياکتنې وروسته ياده ځمکه امارتي تشخیص او تثبيت کړې ده.

د ويلو ده، چې د ياد ښارګوټي له ۴۴۳ جريبه ځمکې ۳۵۲ جريبه ځمکه امارتي تثبيت شوې ده.

اړوند خبرونه