غزني کې د اهل تشیع دیني مدرسو مسوولینو د غزني د پوهنې له رییس سره ددې مدرسو پر چارو او ستونزو خبرې اترې کړي دي.
دغه ناسته د دیني مدرسو د ستونزو او د ښوونې او روزنې د کیفیت د لوړونې په موخه رابلل شوې وه چې پکې د دیني مدرسو مسوولینو د پوهنې وزارت له چارو مننه کړې ده.
دې ناسته کې د غزني د پوهنې رییس مولوي میر نصیر احمد حسیني د دیني مدارسو رول مهم بللی او ټینګار یې کړی چې د اصولو او مقرراتو په رڼا کې به د پوهنې ریاست له لوري هر ډول همکاري ورسره وشي.
نوموړي د دیني مدرسو له مسوولینو په کلکه غوښتي چې د خپلو فعالیتونو کیفیت ته لا جدي پاملرنه وکړي او هڅه وکړي چې خپل درسي بهیر د معیاري اصولو پر بنسټ تنظیم کړي.

