ډېر لوستل شوي

حزب‌الله افغان د سرحدي پولیسو د لوی رييس په توګه وپېژندل شو

د کورنيو چارو وزارت وايي، چې حزب‌الله افغان د سرحدي پوليسو لوی رييس په توګه وپېژندل شو.

د ياد وزارت خبر له مخې، ښاغلی افغان نن د يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د وزارت د دفتر لوی رييس مولوي زين‌الله عابر او د امنيتي چارو ستر معينيت درستيزوال مولوي عبدالرحيم احمد له لوري د دې رياست د نوي رييس په توګه د سرحدي پوليسو منسوبينو ته ور وپېژندل شو.

په دې مراسمو کې نوي رييس په خپله دنده کې د اخلاص ژمنه کړې او دغه راز يې په دې برخه کې هر ډول قربانيو ته چمووالی ښودلی دی.

اړوند خبرونه