د پاکستان د ټولټاکنو کمیسیون وایي چې تمه ده سبا د فبروري په اتمه د دغه هیواد مرکزي او ایالتي ټولټاکنې ترسره شي چې په لړ کې به یې لسګونه میلیونه پاکستاني وګړي د ټاکنو مرکزونو ته ولاړ شي او د خپلې خوښې کاندیدانو ته به رایه ورکړي.
د هغه هیواد د ټولټاکنو کمیسیون زیاتوي چې سبانیو ټاکنو ته چمتو دي او دغو ټاکنو ته یې پوره تیاری نیولی دی. دغه کمیسیون وړاندې وایي چې سږنیو ټاکنو کې ۲۶۰ میلیونه تنه رایه ورکولی شي چې له ډلې یې ۱۲۰ میلیونو کسانو له وړاندې نوملیکنه کړې ده.
که څه هم د سبانیو ټاکنو په تړاو د پاکستان د ټاکنو کمیسیون ډاډ څرګند کړی چې هېڅ ډول درغلي به نه کیږي؛ خو د چارو شنونکي او ګڼ پاکستاني وګړي د دغو ټاکنو په اړه باوري نه دي. لا له وړاندې د ځینو ګوندونو نوماندونو نیوکې کړي چې دوه اړخیز چلند ورسره شوی او د ټاکنیزو کمپاینونو مخه یې نیول شوې ده.
د ګالب څېړنیز مرکز یو راپور ښیي چې د دغه هیواد وګړي پر ټاکنیزو سیالیو ډېر باور نه لري او په دې سبب به په سبانیو ټاکنو کې د خلکو ګډون کم رنګه وي.
د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان نیونه، د ګوند پر غړو یې بندیزونه او نورو د خلکو ترمنځ د رڼو ټاکنو پر کولو شکونه او ګنګوسې پارولي دي.
تحریک انصاف تور لګولي چې د ازادانه فعالیت او ټاکنیزو کمپاینونو اجازه نه ده ورکړل شوې او د بریالیتوب مخه یې نیول کیږي. بلخوا چارواکي د تحریک انصاف ګوند دا او نور تورونه ردوي او ټولو نوماندانو ته د یو ډول حقونو د ورکړې ادعا کوي.
د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند ته دا ځل په ټاکنو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې خو غړي یې له بېلابېلو ټاکنیزو حوزو په خپلواک ډول کاندیدان شوي. د دغه ګوند پلویان وایي چې حکومت ترې ټاکنیز نښه (بېټ) هم اخیستې ده.
د تحریک انصاف ګوند مشر او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د ګرانبیه دولتي ډالیو د پلور، د پټو دولتي اسنادو په ښکارونه (سایفر) او د شرعې په خلاف (عدت کې) د واده پر تور په اډیاله زندان کې بندي دی.
کارپوهان انګیري چې د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند په ګټه کاندیدان او د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د پیپلز پارټۍ استازي؛ د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ ګوند په پرتله کمزوري او د ګټې ډېر چانس نه لري.
که څه هم په پاکستان کې د ۲۰۲۴ کال ټولټاکنو د امنیت ساتنې لپاره سلګونه زره ځواکونه ګومارل شوي، خو لا دمخه په یاد هیواد کې ځیني ټاکنیز دفترونه په نښه شوي او حتی ځینې کاندیدان هم وژل شوي دي.
په نننیو تازه چاودنو کې چې د بلوچستان په دوو سیمو کې د ټاکنیزو دفترونو مخې ته وشوې، لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. لومړۍ پېښه د بلوچستان پښین او بله په قلعه سیف الله کې شوې ده.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته د بلوچستان ایالت د مطبوعاتو ویاند جان اڅکزي ویلي چې ددې چاودنو د ځینو ټپیانو حالت نازک دی او ښايي د مړینې په کچه کې زیاتوالی راشي. د پاکستان ملي پارلمان ۳۳۶ څوکۍ لري چې ۲۶۶ استازي یې د مستقیمو رایو له لارې ټاکل کېږي، ۷۰ څوکیو څخه یې ۶۰ مېرمنو ته او ۱۰ څوکۍ د نامسلمانو اقلیتونو لپاره ځانګړې شوي.