ډېر لوستل شوي

د هنر او کلتور مرستیال کابل کې د ایران سفارت له فرهنګي اتشې کتنه کړې

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي کابل کې د ایران سفارت د فرهنګي اتشې له کتابتون او اړوندو هنري خونو او تالارونو څخه کتنه کړې ده.

ښاغلي عزیزي له دغو اثارو د کتنې پر مهال ویلي چې دا ډول مرکزونه د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې مهم رول لري.

ورته مهال، د ایران د فرهنګي چارو مسول دوکتور روح‌الله دغه لیدنه د ګډو فرهنګي ارزښتونو ښکارندوی بللې او ژمنه یې کړې، چې د اسلامي امارت له فرهنګي تګلارې سره سم به د افغانانو د چوپړ لپاره کار کوي.

نوموړي وړاندې ویلي چې د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د تاریخي اثارو او هنر برخو ته پام شوی، او ایران چمتو دی په دې برخو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

اړوند خبرونه