ډېر لوستل شوي

په بلخ کې د پاکو اوبو ستره پروژه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه

د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو په بلخ کې د تخته پل د څښاک د پاکو اوبو پروژه ګټې اخېستنې ته وسپارله.

ځايي مسوولين وايي، چې د يادې پروژې چارې د اسلامي امارت په مالي ملاتړ د ۳۶ کيلو ميټره په اوږدوالي د شاوخوا ۲۵۹ ميليونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي.

ويل شوي، چې دغه پروژه په ثانيه کې له ۵۰ څخه تر ۷۰ ليټره اوبو د لېږد ظرفيت لري او د لس زره کورنيو په ګډون به د ياد ولايت د پوهنتون ۲۱ زره زده‌کړيالانو ته د څښاک پاکې اوبه هم ورکړي.

دغه راز په جوړو شويو مراسمو کې د اسلامي امارت چارواکو د ورته پروژو د لړۍ دوام ډاډ ورکړی او زياته کړې ده، چې په هېواد کې ډېرې پروژې تر کار لاندې نيول شوې دي.

اړوند خبرونه