د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان او هند ترمنځ کړکېچ د سيمې پر زيان بللې ده.
د ياد وزارت د مطبوعاتو او د عامه اړيکو رييس حافظ ضياءاحمد تکل نن د يوې خبرپاڼې په خپلو سره ويلي، چې اسلامي امارت امنيت او ثبات د ټولې سيمې په ګټه بولي.
بهرنيو چارو وزارت له دواړو لوريو غوښتي، چې له زغمه کار واخلي او را ولاړې شوې ستونزې دې له ډيپلوماټيکو لارو حل کړي. دا په داسې مهال ده، چې هند تېره شپه د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې بېسارې بريدونه کړي، چې په ځاني زيان سربېره يې مالي زيان هم اړولی دی.