ډېر لوستل شوي

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون: لومړنۍ پایلې به ژر اعلان کړو

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون له ټاکنیزو حوزو غوښتي چې لومړنۍ پایلې دې ژر ورسره شریکې شي.

دا کمیسیون وایي چې تر دې دمه یې د لس زرو ټاکنیزو حوزو پایلې ترلاسه کړي خو له لرو پرتو سیمو به پایلې په ځنډ ترلاسه شي.

د پایلو ځنډ یو شمېر نوماندان اندېښمن کړي خو د پاکستان د ټاکنو کمیسیون ویلي چې ټاکنې رڼې او له هر ډول درغلیو پاکې دي.

د ځینو رسنيو د راپورونو له مخې په ګڼو ټاکنیزو حوزو کې تحریک انصاف او مسلم لیګ ګټونکي ښکاري خو لا هم جوته نه ده چې کوم ګوند به د زیاتو څوکیو ګټونکی شي.

بل پلو، د پاکستان پوځ وایي چې پرون پنجشنبه(د فبروري په اتمه) پر ټاکنیزو مرکزونو نږدې ۵۱ بریدونه شوي چې تر ۱۰ زیات کسان پکې وژل شوي.

اړوند خبرونه