ډېر لوستل شوي

د امنیتي همکاریو په پار د کابل، بیجېنګ او اسلام اباد درې اړخیزه ناسته

په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ په درې اړخیزه غونډه کې د امنیتي همکاریو او سیمه ییز ټیکاو په تړاو خبرې اترې شوي دي.

دا درې اړخیزه غونډه نن شنبه د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په کوربتوب پای ته رسېدلې ده.

ویل کیږي، چې په دې غونډه کې د امنیتي او اقتصادي همکاریو سربېره پر سیمه ییز ټیکاو بحثونه شوي دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صاق هم پر خپل اېکس ددې ناستې د ترسراوي خبر ورکړی دی. د ده په وینا، یاده غونډه کې ګډون‌کوونکو د امنیتي او اقتصادي همکاریو او د سیمه‌ییز ثبات په اړه لیدلوري شریک کړي دي. یاده دې شي چې د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې د چین، روسیې په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

اړوند خبرونه