د بريټانيا د ځانګړو ځواکونو پخوانیو غړو خپله څو کلنه چوپتیا ماته کړې او په افغانستان او عراق کې یې پر ناوړه جنګي جرمونو اعتراف کړی.
دغو پخوانیو پوځي غړو بيبيسي ته ویلي، چې بريټانوي ځانګړو ځواکونو به عام او بېګناه وګړی په شپه او د خوب پر مهال وژل، چې یو هم په جګړه کې ښکېل نه و.
د بيبيسي د راپور له مخې، په دې نوې اعتراف کې د شاوخوا ۱۱ کلونو جنګي جرمونو ادعاوې شاملې دي، چې د بندیانو شهیدول پکې په یوه عادي چاره بدله شوې وه.
د بريټانيا دفاع وزارت له نورو پخوانيو سرتېرو هم په افغانستان او عراق کې د تازه معلوماتو د شريکولو غوښته کړې ده.
سره له دې چې د بريټانیا حکومت د خپلو ځواکونو د جنګي جرمونو د څېړنو ژمنه کړې، خو د شفافیت نشتوالی، د شواهدو پټول او د مسوولینو نه محاکمه کول د دې لامل شوي، چې دا هڅې ټکنۍ او له نیوکو سره هم مخ کړي.