د افغانستان اسلامي امارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د روسیې د کازان په نړیواله ناسته کې د ګډون په پار روسیې ته روان شوی دی.
ورته وخت کې ویل شوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست به په دې نړیواله ناسته کې د اسلامي هیوادونو سره په تخنیکي او مسلکي برخو کې د افغانستان د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړي.
د یادونې وړ ده چې، د کازان”روسیه او اسلامي نړۍ” نړیواله ناسته به د غویې میاشتې پر ۲۳مې پيل او پینځه ورځې به په بر کې ونیسي.