د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري په صنعتي سيمو کې هغو صنعتکارانو ته چې قانوني شرایط یې پوره کړي، د ځمکې د ملکیت سند د وېش رسمي لړۍ پیل شوه.
د اميد راډيو خبريال په دې تړاو جوړه شوې ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ مرستیال مولوي احمدالله زاهد له قوله ويلي، هغه صنعتکاران چې غواړي د ځمکې ملکیت سند ترلاسه کړي، باید وزارت ته مراجعه وکړي او خپل غوښتنلیکونه د قانوني مراحلو له تېرېدو وروسته نهايي کړي.
ښاغلي زاهد دغه راز یوځل بیا له بهر مېشتو افغان سوداګرو غوښتي، چې خپلې پانګې افغانستان ته راولېږدوي او په کور دننه پاونګونې وکړي. د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت هڅې روانې کړې چې د صنعت او تولید لپاره زمینې لا اسانه او قانوني کړي، څو خصوصي سکتور ته وده ورکړل شي.