په خوست ولایت کې د ګربز ولسوالۍ د “لیژه” چکډم د ويجاړېدو انځورونو تر خپرېدو وروسته، د دې ولایت سیمهییزو چارواکو د مسلکي او تخنیکي ارزونو د پیلېدو خبر ورکړی دی.
د خوست والي ویاند مستغفر ګربز پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې یادې څېړنې له نن سهار څخه رسماً پیل شوې دي.
نوموړي ویلي: “خپلو خلکو ته ډاډ ورکوو چې د دوی له هیلو او ارمانونو سره به هېڅ ډول لوبه ونهشي.”
ګربز ټینګار کړی، چې د رامنځته شوې ستونزې د هواري لپاره اړین او لازمي اقدامات ترسره کېږي.
نوموړي دا هم تائيد کړې، چې یاد چکډم تېره شپه د سختو بارانونو او سېلابونو له امله تخریب شوی دی.
د دې پېښې په تړاو له نن سهار راپدې خوا په ټولنیزو رسنیو کې ویډیويي انځورونه خپرېږي، چې ښيي د “لیژې” چکډم یوه برخه د سېلابونو له امله ړنګه شوې ده.