د ریاستالوزراء اداري معاونیت په زابل کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د نوي ښارګوټي د پرانیستلکېدو خبر ورکړی.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې چې دا ښارګوټی د کور او ښار جوړولو وزارت له ماسټر پلان سره سم ډیزاین او په ۴ زره ۲۳۱ جریبه ځمکه کې پرانیستل شوی دی.
د سرچینې په وینا چې دغه ښارګوټی به د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون لخوا مستحقو راستنېو شویو کډوالو ته ووېشل شي.
په زابل کې د دغه نوي ښارګوټي د پرانیستلکېدو پرمهال د ریاستالوزراء اداري مرستیال ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت کډوالو ته د استوګنې د چمتوکولو هڅې پیل کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې پرون په میدان وردګ ولایت کې هم پر ۸۰۰ جریبه ځمکه د راستنو شویو کډوالو لپاره یو ښارګوټی پرانیستل شوی و.