په تورخم کې د عمري لنډمهالي پنډغالي مسوولین وایي چې له تېرو نږدې دوو میاشتو راهیسې یې له پاکستانه په راستنو شویو شاوخوا ۲۰ زره کورنیو ۱۴۵ میلیون افغانۍ وېشلې دي.
په تورخم کې د کډوالو لپاره د دغه لنډمهالي پنډغالي د مالي کمېټې مسوول، عبدالهادي اخندزاده رسنیو ته ویلي، چې درې یا څلور کسییزه کورنۍ ته د یو کس پر سر دوه زره او هغه کورنیو ته لس زره افغانیو ورکړل شوې چې له پنځو زیات غړي ولري.
په ورته وخت کې یو شمېر مرسته ترلاسهکوونکي خوښ دي او ټینګار کوي چې دوی له پاکستانه تش لاسونه را ایستل شوي دي.
په دې سربېره په وروستیو کې د اسلامي امارت د کور او ښار جوړونې وزارت په مشرۍ د بیا مېشتېدنې کمېټې په یو شمېر ولایتونو کې کډوالو د استوګنیزو ښارګوټو جوړول هم پیل کړي دي. د ویلو ده چې نن هم په زابل ولایت کې پر څه باندې ۴ زره جریبه ځمکه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د کور او ښار جوړولو وزارت له ماسټر پلان سره سم ډیزاین شوی ښارګوټی پرانیستل شو.