د پاکستان له پارلماني ټاکنو نږدې یوه اوونۍ تېریږي خو لا هم لومړی وزیر اوکابینه مالومه نه ده. بل پلو د مسلم لیګ ن ګوند په خپل رسمي اېکس لیکلي چې له نورو ګوندونو سره یې خبرې کړي او یوه ایتلافي حکومت ته نږدې شوي دي.
ښایي د مسلم لیګ ن ګوند مشر نواز شریف پاکستان پرېږدي او د ځان په ځای خپل ورور شهباز شریف د صدراعظمۍ څوکۍ ته ورسوي. بل خوا نوموړي لا دمخه خپله لور مریم نواز شریف ته د پنجاب د اعلی وزارت څوکۍ بښلې ده.
د تحریک انصاف ګوند چې تر بل هر ګوند څخه یې ډېرې رایې ګټلي، په ایتلافي حکومت کې شامل نه دی. خان له زندانه پر خپلو پلویانو غږ کړی چې په حکومت کې مه ورګډېږئ؛ تر څو خپل مستقل حکومت اعلان کړو.
پخواني لومړي وزیر او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان لا دمخه علي امین ګنډاپور د خیبر پښتونخوا د مشر وزیر (اعلی وزیر) په توګه معرفي کړی دی.
د جمعیت علمای اسلام پاکستان ګوند مشر مولانا فضل الرحمن هم د ټاکنو پایلې نه مني. نوموړی وایي چې تېر ایستل شوی دی او په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي.
په پاکستان کې ټاکنیز کړکېچ تر بل هر وخت لوړې کچې ته رسېدلی او د ګڼو ټاکنیزو ګوندونو ملاتړي لویو لارو ته راوتلي دي او لاریونونه یې کړي.
مسلم لیگ ګوند د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه ګوند مشر شهباز شریف یې د پاکستان د لومړي وزیر څوکۍ ته نومولی دی. دغه راز دغه ګوند مریم نوازشریف هم د پنجاب اعلی وزارت ته نومولې ده.
یاد ګوند همدارنګه ویلي چې د نوازشریف لور مریم نواز یې د پنجاب ایالت د اعلی وزیرې په توګه ټاکلې ده.
د شنونکو په باور، که مسلم لیګ ن مرکز کې د حکومت په جوړولو بریالی هم شي؛ خو حکومت به یې څو کیلومټرۍ پورې محدود وي، پيپلز ګوند سره به یې شخړې زیاتې او ښایي ډېر ونه پاییږي.
د ویلو ده، چې تحریک انصاف ګوند هم هڅه کوي چې ځینې واړه ګوندونه ځان سره ملګري او مرکز کې حکومت جوړ کړي؛ خو د یاد ګوند مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان خپلو ملاتړو او پلویانو ته لارښوونه کړې چې په نورو ګوندونو کې دې نه شریکیږي.
بل خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش د پاکستان پر سیاسي مشرانو د زغم غږ کړی دی. ګوترېش تمه ښودلې چې په دغه هیواد کې قانوني او رسمي حکومت رامنځته شي.
نوموړي له پاکستاني سیاستوالو غوښتي؛ له هرې هغې کړنې څخه دې ډډه وکړي چې تاوتریخوالی رامنځته کوي.