د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ریاست وایي چې د چک ولسوالۍ په «خواجهعمري او قولک» کلیو کې له ۸۸ کورنیو سره د غیرخوراکي توکو مرسته شوې ده.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا مرسته د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ریاست له لوري د REHA موسسې په همغږۍ شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې مرسته کې ۵۸ زیانمنو کورنیو ته د ۴۷۲ ډالرو په ارزښت، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو تور کیمیاوي کود، ۵۰ کیلو سپین کیمیاوي کود، ١٤ کیلو د لوبيا تخم، یو لاسي بېل، ۱۰۰ امپیره بټري، او د ۳۰۰ واټه سولري تخته ورکړل شوي.
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې ۳۰ نورو زیانمنشویو کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰ ګرامه د سبو تخمونه، ۵ د کرنیزو وسایلو بستې، ۷ لیټره یو اوبه شیندونکی ماشین، ۷ کیلو تور کیمیاوي کود، ۱۵ کیلو سپین کیمیاوي کود، ۱۰۰ امپیره بطري، ۳۰۰ واټه سولري تخته او یوه لویه خرخره ورکړل شوي دي.
په ورته وخت کې د میدان وردګ له پېښو سره د مبارزې چمتووالي رییس، مولوی فیض الله جلالي په راتلونکي کې له دغو کورنیو سره د نورو مرستو ډاډ هم ورکړی دی.