د ۲۱۷ عمري قول اردو د قرارګاه او اړوندو جزوتامونو ۳۰ تنه مجاهدین د ” ډي سي” توپ د شپږ اوونیو عملي او نظري زدهکړو وروسته فارغ شول.
ياده قول اردو وايي، چې د فراغت په مراسمو کې د قول اردو مرستیال قوماندان ملا عبدالکریم نافذ، د عقیدتي او کلتور مدیر مولوي شریفالله خادم، د ښوونې او روزنې مدیر مولوي محمدالله مغفورالله او ګڼ شمېر نورو مسوولینو ګډون درلود.
مولوي شریفالله خادم فارغو شویو مجاهدینو ته په خپله وينا کې د هېواد دفاع لپاره د توپچي ځواک ارزښتناک بللی او ټينګار يې کړی، چې ياد مسلک بايد په اخلاص، صداقت او مسلکيتوب سره زده او وکارول شي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ملي دفاع وزارت اړوند له بېلابېلو قول اردوګانو ګڼ شمېر مجاهدين له ورته زدهکړو فارغ او د هېواد د دفاع لپاره ليکو ته لېږل شوي دي.