ډېر لوستل شوي

اختر ته هر اړخیز چمتووالی؛ د قربانۍ لپاره ځانګړي ځایونه، د ناروغیو د مخنیوي هڅې او د نرخونو کنټرول

د لوی اختر په درشل کې د بلخ په مرکز مزارشریف کې د قربانۍ لپاره چمتووالی روان دی. مالداران وايي، که څه هم د څارویو بیې نسبتاً لوړې شوي؛ خو بیا هم بازار تود دی او خلک د قربانۍ لپاره په مینه چمتووالی نیسي.

د مزار ښاروالۍ مسوولينو اميد راډيو ته ويلي، چې د اختر بازار د ښه تنظیم او احتکار د مخنیوي لپاره کمېټه جوړه شوې او ځانګړي ځایونه یې مشخص کړي؛ څو هېوادوال هلته د څارويو د پلور او پير په مهال ښار پاک پاتې شي.

بل‌لور د کرنې ریاست مسوولین ډاډ ورکوي، چې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې په ښار او ولسوالیو کې څاروي واکسین کړي دي.

د عامې روغتیا ریاست هم وایي، یو ځانګړی روغتون یې چمتو کړی او عامه پوهاوی یې پراخ کړی؛ څو خلک له هر ډول اندېښنو پرته د قربانۍ سنت ترسره کړي. د ويلو ده، چې قرباني له حضرت ابراهیم( ع) راپاتې سنت دی، چې  مسلمانان په ټوله نړۍ کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې بېلابېل څاروي حلالوي.

اړوند خبرونه