د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان په خپلو څرګندونو کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې په غزه کې دې روان ناورین ودرېږي او تلپاتی اوربند دې وشي.
ښاغلی فرحان وایي چې سیمه کې د ټیکاو راوستلو لپاره د فلسطین په نوم د یوه خپلواک دولت رامنځته کېدل او پر رسمیت پېژندنده اړینه ده.
نوموړي بیا ځلې ټینګار کړی چې په غزه او رفح کې دې بې قید او شرطه جګړه ودرول شي او پر اوربند دې سلا وشي.
بن فرحان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتیوني ګوترېش هم وړمه ورځ ټینګار کړی و چې په غزه کې دې بې قیده او شرطه جګړه ودرېږي. ګوترېش ویلي و چې دواړه لوري باید د یو بل زندانیان هم ازاد کړي.