د اوزبکستان ولسمشر، شوکت میرضیایف یو وار بیا له اسلامي امارت سره د نړۍ پر رغنده تعامل ټینګار کړی، او دا یې د ټولې سیمې د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم بللی دی.
ښاغلي میرضیایف ‘د تاشکند نړیوال پانګولۍ فورم’ کې ویلي چې د افغانستان اقتصادي پرمختګ د سیمې د پرمختګ لپاره کیلي ده.
د اوزبکستان ولسمشر همداراز ویلي چې له اسلامي امارت سره د نړۍ هېوادونو رغنده تعامل د ټولې سیمې د دوامدار پرمختګ لپاره مهم دي.
شوکت میرضیایف تر دې مخکې هم له اسلامي امارت سره د نړۍ پر تعامل ټینګار کړی و او په افغانستان کې امنیت او ثبات یې د سیمې د هېوادونو لپاره مهم بللی و.
د ویلو ده چې د ازبکستان له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې له اسلامي امارت سره ټینګې اړیکې پاللي او د بېلابېلو برخو چارواکو یې په وار وار افغانستان ته رسمي سفرونه کړي دي.