د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون (سهشنبه، کب لومړۍ) په سپېدار ماڼۍ کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره لیدلي دي.
په یاده لیدنه کې د جاپان سفیر تاکایوشي وویل چې جاپان او افغانستان اوږدې تاریخي اړیکې لري او هېواد یې له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
نوموړي وویل، جاپان غواړي د افغانستان او نړۍ تر منځ د اړیکو په جوړښت او نږدېوالي کې مهم رول ولوبوي.
د جاپان سفیر دغه راز له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو له دوام ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د بیارغونې، پراختیايي چارو، روغتیا او د ظرفیت لوړونې په برخو کې پروژې پلې کړي.
نوموړي وویل، افغانستان او ملګري ملتونه دواړه باید مثبت ګامونه واخلي څو رسمیت پېژندنې ته لار وموندل شي.
ښاغلي کورومیا وړاندې وویل، یوازې جاپان نه، بلکې ټول هېوادونه پوهېږي چې افغانستان په تېرو دوو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی، په افغانستان کې واحد نظام حاکمیت لري او سرتاسري امنیت دی.
په دې لیدنه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له افغانستان سره د جاپان له بشري مرستو مننه وکړه او پر لا دوام یې ټینګار وکړ.
نوموړي وویل جاپان تل په افغانستان کې له سولې، ثبات او پراختیا ملاتړ کړی او اړتیا ده چې د افغانستان د بنسټونو په رغولو او پراختیايي پروژو په پلي کولو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، اسلامي امارت له هر ډول تبعیض پرته د ټولو افغانانو لپاره چوپړونه وړاندې کوي، دا مهمه ده چې ټول افغانان له مرستو او دولتي چوپړونو ګټه واخلي.
د هغه په وینا، د اسلامي امارت پالیسي دا ده چې افغانستان به هیچا ته هم د ګواښ په توګه نه مطرح کیږي او نه به هم چا ته اجازه ورکړي چې له افغان خاوره د نورو پر وړاندې وکاروي.
هغه وویل، اسلامي امارت په خپلو شرایطو چمتو و چې د دوحې په ناسته کې ګډون وکړي، خو د ناستې تنطیموونکو دغه فرصت له لاسه ورکړ، دا له نړۍ سره د اسلامي امارت د تعامل او اړیکو د خرابوالي په مانا نه دی.
مولوي عبدالکبیر وویل، د راتلونکې ناستې لپاره د خبرو اترو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي اعلان ته په ښه نظر ګوري او هڅه کوي چې په نورو داسې غونډو کې مثبت او با مانا ګډون ولري.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت پر ډیالوګ باور لري او غواړي هره مسئله د خبرو له لارې حل شي. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل: موږ د ټولو هېوادونو اندېښنو ته درناوی لرو او چمتو یو چې د خبرو له لارې یې اندېښنې ځواب کړو.