د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ناروې له شارژدافیر پير البرت الساس سره کتلي دي.
د ياد وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رييس ضياء احمد تکل ويلي، په لیدنه کې دواړو لوریو د دوهاړخیزو اړیکو، سیمهییز وضعیت او د همکارۍ پر لارو چارو بحث کړی دی.
ښاغلي متقي د اسلامي امارت دیپلوماټ پېژندل د اړیکو او باور جوړونې په برخه کې یو رغنده ګام بللی او د لوېدیځ او افغانستان ترمنځ د ناروې رول مهم یاد کړی دی.
د ناروې شارژدافیر دغه راز ويلي، چې هېواد به یې ژر یو پلاوی افغانستان ته را ولېږي، څو له اسلامي امارت سره د اړیکو د ارزونې بحثونه وکړي. د ويلو ده، چې ناروې شارژدافير د سيمې وروستيو تحولاتو په تړاو د خپل هېواد دريځ بيان کړی او پر افغانستان يې د ممکنه اغيزو په اړه انديښنه څرګنده کړې.