په دوحه کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د قطر د آزادې اقتصادي سیمې (Qatar Free zone) له اجرائیوي رئيس شيخ محمد بن حمد بن فيصل آل ثاني سره کتلي دي.
په قطر کې د افغانستان سفارت ويلي، په دې ناسته کې د افغانستان او قطر د آزادو اقتصادي زونونو ترمنځ د همکاریو، د افغان سوداګرو لپاره د آسانتیاوو برابرولو او همداراز د قطري پانګهوالو له لوري د افغانستان په کانونو او زراعت کې د پانګونې پر فرصتونو بحث شوی دی.
دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د یادو موضوعاتو د تعقیب او تفاهم لپاره به د دواړو هېوادونو استازي افغانستان او قطر ته سفرونه وکړي.