ډېر لوستل شوي

مولوي امیرخان متقي د ایران له سفیر سره د ایراني حاجیانو پر لېږد خبرې کړې

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت وايي، د یاد وزارت سرپرست، مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ایران له سفیر، علي‌رضا بیکدلي سره په کتنه کې پر روان سیمه‌ییز وضعیت او یو شمېر نورو مسایلو خبرې کړې دي. 

په دې کتنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر پر ایران د اسراییلي رژیم برید غندلی او دا یې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده. 

په اعلامیه کې د ښاغلي متقي له قوله ویل شوي چې افغانان د ایراني ولس ترڅنګ ولاړ دي او اسلامي امارت چمتو دی چې د افغانستان له لارې د ایراني حجاجو د راګرځېدو په برخه کې مرسته وکړي.

سرچینې لیکلي: “د ریاست الوزراء د مقام له پرېکړې سره سم له سعودي څخه د افغانستان له لارې تلونکو حجاجو ته تر یوې میاشتې د ویزې معافیت په نظر کې نیول شوی او همداراز په هرات کې اسلامي امارت ارګانونو ته لارښوونه شوې چې د ایراني حجاجو د خوندي لېږد لپاره ټولې لارې چارې په نظر کې ونیسي.” د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، په دې کتنه کې د ایران سفیر د وروستي وضعیت په تړاو د خپل حکومت د دریځ بیانولو ترڅنګ، د اسلامي امارت له لوري ایراني حجاجو ته د اسانتیاوو چمتو کول یې د دواړو هېوادونو په دوه‌‌اړخیزو اړیکو کې د ستایني وړ اقدام بللی دی.

اړوند خبرونه