ډېر لوستل شوي

غزني؛ پر احتکار کوونکو د لوړو بیو له امله د هټيو دروازې وتړل شوې

د غزني ښاروالۍ ریاست د ښار دویمې ناحیې په شامیر صاحب بازار کې یو شمېر خوراکي هټۍ د غیرموجه لوړو بیو له امله تړلې دي.

د مارکېټونو د تنظیم مدیر ضیاالرحمن رشیدي وايي، څارنو وښوده چې ځینې پلورونکي د بندرونو له خلاصېدو وروسته هم توکي پر لوړ قیمت پلوري.

نوموړي زیاته کړه: “هیڅوک نه‌شي کولای له بازار څخه ناوړه ګټه واخلي. د عامو خلکو اقتصادي فشار ته باید درناوی وشي.” ښاروالۍ خبرداری ورکړی چې د بیو نورم دې رعایت شي؛ کنه له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

اړوند خبرونه