انځر (Fig) د طبیعت له هغو نعمتونو څخه شمېرل کېږي چې يو ښه خوند ترڅنګ په بېسارې توګه روغتیايي ګټې لري. د دې مېوې په تړاو د قرانکريم په ۹۵يم سورت کې خورا ډېرې ګټې بيان شوې او د خوړلو سپارښتنې يې هم شوې دي.
انځر په بېلا بېلو موسمونو کې په تازه یا وچه شوې بڼې سره کارول کېږي او د بدن لپاره ګڼ شمېر معدني توکي، فایبر، وېټامینونه او انتياکسیدنټونه لري. دا مېوه د هاضمې، زړه روغتیا، او حتی د پوستکي ښايست ته ګټه رسوي.
طبي څېړنو اوس دا ثابته کړې ده چې انځر له مګنیزیم، پوتیاشیم، کلیسم او فاسفورس څخه مالامال هغه مېوه ده چې د سر، غاښونو، ستوني او معدې دردونه له منځه وړي او د تنفسي ناروغیو لپاره تر ټولو ښه نسخه ده.
د سنتي طب څېړونکي هم په دې اند دي چې انځر د اوړي له هغو مېوو ګڼل کېږي چې ډېره ادرار راوړونکې ده او دا لامل کېږي چې د انسان د وجود حرارت کم کړي او یا يې له منځه یوسي.
دوی وایي چې انځر په هر ډول غذایي رژيم کې د کارونې وړ دي، هغه که د وزن د کموالي، د غوړو د له منځه وړلو او یا هم په وینه کې د شکرې د کنټرول لپاره وي.
د څيړونکو په وينا، انځر په خپل ترکیب کې غوړ نه لري او د نورو مېوو په څېر یوه بې کلستروله مېوه ده چې خوراک یې د وینې فشار د ټیټېدو لامل ګرځي؛ ځکه په زیاته کچه پوتاشیم لري.
په څېړنو کې دا هم په ګوته شوې ده چې انځر د غذایي فيبر تر ټولو غوره سرچینه ده او دغه راز په زیاته کچه پوتاشیم، مګنیزیم، کلیسم، فاسفورس او د A,B,C ويټامینونه لري.
انځر نه یوازې قبضیت چې د ناروغیو مور بلل کېږي له منځه وړي، بلکې د عضلاتو د کمزوري مخنیوی هم کوي؛ څېړنې ښيي چې هغه کسان چې هره ورځ درې دانې انځر خوري، د هغو په پرتله قوي عضلې لري چې انځر نه خوري.
د تغذیې د برخې څېړونکو په باور، انځر یوازېنۍ مېوه ده چې د قبضیت په له منځه وړو کې مرسته کوي او کلمې پاکوي.
د دوی په خبره، کله چې په کولمو کې د انځرو دانې اوبه جذب کړي وروسته په لعابیه موادو بدلېږي چې اضافي مواد کولای شي په کولمو کې په اسانۍ سره حرکت وکړي.
که له قبضيت ناروغۍ څخه ډېر کړېږئ، څلور دانې انځر لس داني کشميش په يوه ګيلاس شيدو کي ماښام واچوئ، سهار يې وخورئ، شيدې ورسره وڅښئ يا شپږ دانې انځر په يوه ګيلاس اوبو کي ماښام خيشته کړئ، بيا يې سهار په نهاره وخورئ.
هغه کسان چې په وینه کې د کلسترول له زیاتوالي او یا هم د خوړو له نه هضمه شکایت کوي، کولای شي له انځرو ګټه واخلي؛ ځکه په انځر کې شته مګنیزیم د دې دواړو ناروغیو درملنه کوي.
که په ډېره کچه فکري کارونه ترسره کوئ، باید له انځرو ګټه واخلئ، ځکه د فکري کارونو په کولو سره په وینه کې شکره له ټاکلې اندازې کمېږي او انسان د ژورې لوږې او ستړیا احساس کوي.
د انځرو خوړول په کوم وخت کې ډېره ګټه لري؟
انځر په بدن کې د اوبو د کموالي مخنیوی کوي او د خوړو تر ټولو ښه وخت یې سهار دی، ځکه انځر په تدریجي توګه اوبه پرېږدي او بدن ته د ورځې تر پایه پورې اوبه ورکوي.
د انځرو ډېر خوړل، که له اندازې واوړي، روغتیا ته زيان رسولای شي
د معدې ستونزې او نس ناستی:
انځر په خپل جوړښت کې فایبر ډېر لري، چې د هضم لپاره ګټور دی؛ خو د ډېر خوړلو پر مهال کولای شي معده خوږه کړي، ګاز، پړسوب او حتی نس ناستی راولي.
د وینې شکر لوړېدل:
انځر طبیعي خوږوالی لري؛ نو که ډېر وخوړل شي، د هغو کسانو لپاره چې د شکر ناروغي لري یا ورته نږدې دي، د وینې قند زیاتولی شي.
د مثانې زیات فعالیت:
ځینې خلک د انځرو له خوړلو وروسته د بول مثانې د زیات فشار شکایت کوي، ځکه چې دا مېوه diuretic خاصیت لري (یعني ادرار زیاتوي).
د پوستکي حساسیت:
په ځینو کسانو کې انځر د پوستکي خارښت، سوروالی یا حساسیت لامل ګرځېدای شي، په ځانګړي توګه هغه مهال چې تازه انځر زیات وخوړل شي، یا د انځر د ونې شیره مستقیم پر پوست ولګېږي؛ دا ډول حساسیتونه معمولاً د الرژۍ درملو یا طبیعي لوشنونو په وسیله کنټرولېدای شي.
د غاښونو زیان:
وچ شوي انځر ډېر خواږ وي، که دوامداره او له مسواک پرته وخوړل شي، د غاښونو طبقه کمزورې او سوري يې(cavity) زیات کړي.
سپارښتنه:
هر څه باید په اعتدال وخوړل شي. د انځرو خوړل ګټور دي؛ خو له اندازې زیات یې کارول د ګټو پر ځای تاوان رسولی شي.
ستاسو د لا ښې روغتیا په هيله!