د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې تېره شپه تر ۶۰۰ ډېرې افغان کورنۍ له ایران څخه بېرته خپل هېواد ته راستنې شوي دي.
د نیمروز ځایي مسوولینو زیاته کړې چې راستنېدونکو کډوالو ته یې لومړني چوپړونه وړاندې کړي دي.
ویل کیږي چې د نیمروز ولایت مقام دفتر رییس ددغې لړۍ د لا ښه مدیریت په پار د ورېښمو پله ته تللی او له ټاکلو چوپړونو یې کتنه کړې ده.
نوموړي ګومارل شویو کمېټو او مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې کډوالو ته ټول چوپړونه چمتو کړي.
یاده دې شي چې په دې وروستیو کې له ایرانه د راستنېدونکو افغان کډوالو لړۍ چټکه شوې ده.