ډېر لوستل شوي

بادغیس کې ۷۰ کلنه قومي دښمني د يوې هوکړې له لارې پای ته ورسېده

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، په بادغیس ولايت کې د ديني علماوو او سيمه‌ييزو خلکو په هڅو د دوو قومونو ترمنځ نږدې ۷۰ کلنه حقوقي شخړه هواره شوه.

د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه شخړه د ځمکې د ملکیت پر سر رامنځته شوې وه، چې دواړو لوريو ته یې درانه مالي او ټولنیز زیانونه اړولي وو.

په بادغيس کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په مشري د قومي مشرانو، ديني علماوو او سيمه‌ييزو خلکو په هڅو دواړو لوريو ته د جرګې د پرېکړې پر بنسټ خپل حق سپارل شوی دی. د يادونې وړ ده، چې دواړو لوريو له هر ډول دعوې، دښمنۍ او يادې حقوقي شخړې څخه په لاس اخيستلو سره د اسلامي امارت هڅې ستايلې او د دوی ترمنځ ترسره شوې پرېکړه يې د سیمې د ثبات او قومي همغږۍ لپاره یو مهم ګام بللی دی.

اړوند خبرونه