ډېر لوستل شوي

د غزني ولایت مقام: په مرکز کې «حکیم سنایي» ښارګوټی امارتي تثبیت شو 

د غزني ځايي مسوولین وایي، د یاد ولایت د مرکز «علي لالا» سیمه کې د «حکیم سنايي» ښارګوټی امارتي تثبیت شوی دی. 

د غزني ولایت مقام رسنیز دفتر ویلي چې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوي او بیرته استرداد کمیسیون ځانګړې محکمې د دغه ښارګوټي د امارتي تثبیت کېدو پرېکړه کړې ده. 

د دې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي: “د یادې محکمې د پرېکړې له مخې د حکیم سنایي ښارګوټي ټوله (1293) جریبه ځمکه د امارت په ګټه فیصله شوې ده او د اشخاصو اسناد یې مشبوه بللي دي.”

سرچینې همداراز لیکلي چې د پرېکړې په اساس به یاده ځمکه د ځمکو په ذیرمتون کې د امارتي ملکیت په توګه ثبت شي او متصرفو اشخاصو ته به د اصولو مطابق په اجاره ورکړل شي. د ویلو ده چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د اسلامي امارت د اړوند ادارو لخوا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې زرګونه جریبه ځمکې له غصب څخه راګرځولې او د ډېرو د غصب کېدو مخه یې نیولې ده.

اړوند خبرونه