ډېر لوستل شوي

د کرنې وجهي صندوق افغانستان ته د څه باندې دوه میلیارده افغانیو د ورکړې طرحه تصویب کړه

د کرنې پراختیایي وجهي صندوق د عالي شورا په نهمه غونډه کې د راتلونکي کال لپاره د افغان بزګرانو، مالدارانو، د کرنې د برخې متشبیثتونو او نورو ته د اسلامي مالي چوپړتیاوو په موخه د ۲.۲ میلیاردو افغانیو د ورکړې طرحه تصویب کړه.

په دې غونډه کې د تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال د کرنې د پراختیا صندوق د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې او د ۲۰۲۴ کال پلانونه هم شریک شول.

دا بسپنه به د راتلونکي کال د کرنې او مالدارۍ د ودې او پراختیا په برخو کې ولګیږي چې تر ۵۰۰۰ زیات بزګران به ترې برخمن شي.

د کرنې او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په دې غونډه کې وویل، د کرنې د پراختیا صندوق چوپړتیاوې د کروندګرو، بڼوالو او بزګرانو لپاره دي چې باید ګټه ترې پورته کړي.

اړوند خبرونه