ډېر لوستل شوي

زلمي خليل‌زاد: ملګري ملتونه ناکام دي، اصلاحات یا بدیل ته اړتیا لري

د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د ملګرو ملتونو د فعالیتونو پر ضد توندې نیوکې کړې او د بنسټیزو اصلاحاتو یا حتی د بديلي لارې غوښتنه یې کړې ده.

خلیل‌زاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، نړۍ، په ځانګړي توګه امریکا، هر کال تر ۶۷ میلیارده ډالرو ډېره بودیجه د ملګرو ملتونو او اړوندو ادارو ملاتړ ته ځانګړې کوي؛ خو د سولې او امنیت په برخه کې د دې سازمان د بریا کچه “صفر” ده.

نوموړي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتریش پر ویناګانو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې هغه زیاتره وخت تکراري خبرې کوي، چې کوم عملي بدلون نه شي راوستی.

خلیل‌زاد زياته کړې: “ملګري ملتونه لا هم پر هغو ماموریتونو بودیجه لګوي، چې اصلي موخې یې له منځه تللي او یوازې کلني راپورونه او ناستې ورته تنظیمېږي. ” نوموړي ټینګار کړی، که ملګري ملتونه بنسټیز اصلاحات رانه ولي؛ نو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته پکار ده چې د بدیلې لارې پر رامنځته کولو غور وکړي او که دا هم ممکن نه وي؛ نو لږ تر لږه دې د امریکا مالي ونډه راکمه شي.

اړوند خبرونه