عامې روغتیا وزارت وایي چې د یاد وزارت سرپرست، مولوي نور جلال جلالي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې، د ملکي خدمتونو د ګمارنې او اسانتیاوو برابرولو له رییس، مولوي محمد حنان حقاني سره کتلي دي.
په دې کتنه کې د روغتیا وزارت مسلکي خالي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې د ازموینې اخیستلو او د ازموینې له لارې بریالیو کسانو ته د مسلکي بستونو سپارلو او ګمارنې په برخه کې د شفافیت پر رامنځتهکېدو بحث او خبرې شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې مولوي نور جلال جلالي د روغتیا وزارت د مسلکي خالي بستونو لپاره د ازموینو اخیستلو په برخه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له همېشنۍ همکارۍ مننه کړې او همداراز یې د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره د عامې روغتیا وزارت مسلکي بستونو د ازموینو اخیستلو او شفافیت رامنځتهکېدو لپاره له یادې ادارې د همکارۍ غوښتنه کړې ده. بلخوا په دې کتنه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې، د ملکي خدمتونو د ګمارنې او اسانتیاوو برابرولو رييس د ازموینو اخیستلو او شفافیت په برخه کې د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره یو باوري ادرس بللی او او د شفافیت په برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.