ډېر لوستل شوي

کابل کې د ۱۴۰۴ کال کانکور څلورم پړاو ازموینې پیل شوې

د ازموینو ملي ادارې له لوري نن (پنجشنبه، چنګاښ ۱۲مه) د ۱۴۰۴ لمریز کال کانکور ازموینې څلورم پړاو په رسمي توګه پیل شو.

يادې اداې ويلي، دا پړاو نن او سبا (جمعه) دوام لري چې د ښوونځیو او دیني مدارسو شاوخوا ۲۰ زره تنه فارغان پکې ګډون کوي.

د ازموینې د پرانیستې مراسمو کې د ازموینو ملي ادارې مشرتابه، د پوهنې وزارت، کابل پوهنتون او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مسوولینو ګډون کړی وو.

د ازموینو ملي ادارې مشر شیخ عبدالباقي حقاني د ازموينو دا پروسه بريالۍ بللې او زياته کړې يې ده چې دا چاره د تحصیلي پرمختګ او استعدادونو د تشخیص لپاره مهمه ده.

اړوند خبرونه