ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت د محمود شاه حبیبي د نادرکه کېدو تورونه رد کړل

اسلامي امارت د امریکا هغه تورونه په کلکه رد کړل چې ګواکي د محمود شاه حبیبي په نوم یو افغان تبعه د استخباراتو له لوري نادرکه شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې د حبیبي د کورنۍ د عریضې له مخې پلټنې شوې؛ خو هېڅ داسې نښه نه‌ده موندل شوې چې نوموړی دې د کومې حکومتي ادارې له‌خوا نیول شوی وي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، اسلامي امارت د نافذه قوانینو او مشروع نظام له مخې هېڅ اړتیا نه‌لري چې څوک پټ توقیف کړي، بلکې ټول توقیف شوي کسان پر وخت عدلي ارګانونو ته سپارل کېږي.

د اسلامي امارت وياند په وینا، د مفقودینو د موندلو لپاره یوه دایمي کمېټه هم فعاله ده چې له امنیتي ادارو سره ګډې څېړنې کوي.

اړوند خبرونه