د انسانانو خپلسریو لاسوهنو ځمکه دې ته نږدې کړې چې له ژوندوژواکه ووځي. هر څومره چې په طبیعت کې د انسان لاسوهنه ډېرېږي، هومره ډېره تباهي رامنځته کوي او زیان یې بېرته بشر ته رسیږي. په اوسني وخت کې انسانان د اقلیمي بدلون په نوم له یوه ستر ناورین راتېرېږي. انسانانو په لوی لاس طبیعت ویجاړ کړی او د طبیعت دغه ویجاړی د سېلابونو، زلزلو او وچکالۍ په بڼو کې بېرته راغبرګوي. نړۍ کې ورځ په ورځ مادي پرمختګ راځي، خو دا هر څه پر طبیعت بوج کیږي او د ځمکې عمر را لنډوي. ددغه ټکنالوژیک پرمختګ ګټه څو هېوادونو او زبرځواکونو ته رسیږي، خو پور یې ټیټ پوړ او بې وسه ملتونه ورکوي. پرمختللي هېوادونه د طبیعت په ویجاړۍ کې پوره پوره لاس لري. دوی خپلې ذروي، هستوي او نورې وسلې ازمایي، اټومي بټۍ، د صنعت بېسارې وده، له سمندرونو ناوړه ګټه اخیستنه، د وسلو ازمېښت، د ګلخانه یي ګازونو تولید او ډول ډول وسلو کارونې د ځمکې هوساینه اخیستې ده. د تېر په پرتله په ټوله نړۍ کې د ګرمۍ درجه پورته شوې ده او ښایي سږکال د ریکارډ کچې ته ورسیږي. موږ وړاندې وویل چې عملا ددغو خپلسریو او طبیعت سره د ظلم ننداره موږ بېرته جبرانوو. د تودوخې د درجې لوړوالی، د ناڅاپي سېلابونو راوتل، د اوبو د زېرمو وچوالی، قحطي، د یخچالونو ویلې کېدل او د څړځایونو له منځه تلل یې بېلګې دي. وړاندوینې ښیي چې راروانې څو اونۍ به زموږ د ګران هېواد په ګډون د اسیا یو شمېر هېوادونه له بېسارې ګرمۍ سره مخ شي. د وړاندوینو له مخې، ښایي چې د تودوخې درجه له ۴۵واوړي. سږ کال د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې سخته ګرمي احساسیږي چې پرته له شکه د اندېښنې وړ ده.
افغانستان د نړۍ او منځنۍ اسیا له هغو هېوادونو ګڼل کیږي چې د نورو په پرتله له اقلیمي بدلون څخه ډېر زیانمن شوی او د زیان دا کچه د وخت په تېرېدو سره لا لوړیږي. د افغانستان طبیعت او اقلیم په وروستیو ۴۰-۵۰ کلونو کې نهجبرانېدونکي زیانونه لیدلي دي. بدبختانه چې افغانستان د اقلیمي بدلون ښکار شوی، خو دې برخه کې هېچا هم نه خواخوږي ښودلې او نه یې هم عملا د همکارۍ میدان ته رادانګلي دي. ددغو زیانونو لوري او بعدونه بېلابېل دي، خو عمده یې ګلخانه یي ګازونه، د تجاوزګرو له لوري د هېواد اشغال، جګړې او نور دي. پر دې حقیقت باید سترګې پټې نه کړو چې موږ هم د خپل چاپېریال په ویجاړونه کې ښکېل یو او د ملامتیا یو لوری هم موږ یو.
یرغلګرو د خپل ځان د ساتنې په پار هر خنډ لولپه کاوه، تر څو د لید ساحه یې پراخه شي. په همدې لړ کې یې د افغانستان ګڼ ځنګلونه لولپه کړل، شنې بیدیاوې یې سپېرې کړې او له هر شین بوټي سره یې دوښمني اعلان کړه. په همدې کلونو کې د افغانستان د ځنګلونو شنه ساحه محدوده شوه. همداشان جګړو زموږ د اخلاقو او وطنپالۍ پولې هم ونړولې او په لوی لاس موږ شنې ونې د تبرونو خوراک کړې. د افغانستان چارتراش او سپېدار په ناچیزو پیسو ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق شول. دا چې اوس د ګرمۍ شدیده څپه، وېرونکي او بې وخته سېلابونه تجربه کوو، دا د همدې بې غورۍ وجه ده.
له دې وړاندې چې ددغه ناورین د مخنیوي لارې چارې وسنجوو، یوه یادونه اړینه ده چې افغانان د نړۍ د اقلیم په بدلون کې هېڅ لاس نه لري. دا هغه امتیاز دی چې افغان حکومت ترې د یوه سپر په توګه استفاده کولی شي او نړۍ قناعت ته رابللی شي. له افغان خاورې هېڅ داسې کړنه نه ده ترسره شوې چې د نړۍ د اقلیم په بدلون کې دې اغېز ولري. همداشان افغانستان د کاربن ډای اکساید او نورو شین کوړیزو ګازاتو په تولید کې هم د پام وړ ونډه نه لري. له دې ښکاري چې افغانستان دې برخه کې قرباني هېواد دی. د چاپېریال ساتنې موضوع یوازې په یوه لوري پورې نه اړوندیږي، بلکې دا د درېو لوریو ګډ مسوولیت دی. حکومت، نړۍ او هېوادوال، درې واړه ورته مسوولیت لري. تر اوسه نړۍ د افغانستان چاپېریال ته د اوښتي زیان پور نه دی ورکړی او آن په نړیوالو غونډو کې یې هم د افغانستان د استازو شتون نه دی منلی. فردي، دولتي هڅې او د چاپېریال د خوندیتوب د نړیوالو سازمانونو پاملرنه کولی شي، افغانستان له دې بد حالته راوباسي. دلته د همدغو دریو لوریو مسوولیتونو او نقش ته تم کیږو.
په فردي توګه د خپل چاپېریال او طبیعت د ساتنې په تړاو موږ شرعي او ملي مکلفیت لرو. په قران کریم او حدیثونو کې د چاپېریال ساتنې، پاکوالي، اصراف، د ونو بوټو د کرلو او نورو په تړاو ګڼ نصوص شته. هر کس د خپل چاپېریال په ساتنه کې ونډه لري چې ځیني لارې چارې یې په لاندې توګه یادولی شو:
۱ـ د اوبو په لګښت کې پام
د افغانستان د یوه وګړي په توګه موږ ټول شرعي او ملي مکلفیت لرو چې د اوبو په کارونه کې پوره پام وکړو. د اوبو اصراف نهجبرانېدونکی دی. د بېلګې په توګه که یوازې د کابل نفوس ۵ میلیونه په پام کې ونیسو او داسې وانګیرو چې هر تن یو لېټر اوبه لګوي؛ نو یوازې د کابل له تله ۵ میلیونه لېټره اوبه استحصالیږي. دا یوازې د یوه حدس تر کچې دی. که همدومره وګړي نېم نېم لېټر اوبه سپما کړو، نو په ورځ کې به مو ۲.۵ میلیونه لېټره اوبه زخیره کړي وي. د اوبو په سپما کې باید هر کس له زړه کار وکړي. له اودس او ځان مینځلو نیولې، تر موټر مینځلو، جامو مینځلو، کور او نورو صفاییو پورې باید د اوبو په لګښت کې پام وشي. په دغه برخه کې عامه پوهاوي ته بیخي ډېره اړتیا لیدل کیږي؛ تر څو وګړي په شعوري توګه پوه شي چې دا ملي شتمني بېځایه ضایع نه کړي. د اوبو په سپما او ساتنه کې د خلکو، حکومت او نړیوالو هڅې او نقش یو مثلث جوړوي چې افراد یې په قاعده کې واقع کیږي. یعنې تر هر چا زموږ او ستاسو مسوولیت ډېر دی او دا موږ یو چې خپل ځان په خپله جوړولی او تباه کولی شو.
۲ـ کرنه کې د اوبو لګونه
د افغانستان ډېری وګړي پر کرنه بوخت دي او د خوږو اوبو تر ټولو ستر لګښتځای کرونده ده. دا مسوولیت هم بېرته موږ ته راجع کیږي چې د اوبو له سرچینو سره څنګه چلند کوو. بزګرانو ته پکار ده چې د اوبو په څېر سرچینه چې انساني ژوند پرې ولاړ دی او هر څه د اوبو په واسطه ژوندي دي، کارونه کې یې احتیاط وکړي. داسې ونې بوټي دې وکري چې د اوبو مصرف یې کم وي او په کمو اوبو حاصل ورکولی شي. همداشان کله چې کرونده اوبیږي، باید د اوبو سرچینې بندې شي او پرېنښودل شي چې اضافي اوبه ضایع شي. په فردي توګه هر دهقان کولی شي چې د خپلو کروندو لپاره داسې لارې چارې وسنجوي، چې اوبه پکې لږې وکارول شي. هر بزګر خپل لیدلوری او ابتکار لري، شاید یو له قطره یي سیسټم او یو بل څوک له بل داسې سیسټم څخه کار واخلي چې د اوبو سپما پکې شوني وي.
۳ـ عامه پوهای
دې برخه کې حکومتي هڅې هم ډېرې اغېزمنې دي؛ خو په فردي توګه هم موږ او تاسو خپل مسوولیت ترسره کولی شو. د بېلګې په ډول علماء کرام د ممبر له لارې خلکو ته د اوبو د ارزښت او کارونې په تړاو سپارښتنې کولی شي. یو ډاکټر، لوستی، انجنیر، د قوم مخور، ژورنالېست له خپلې اغېزمنتیا او نفوذ نه په ګټه اخیستنې د اوبو د کم لګښت عامه پوهاوی وړاندې کولی شي. باید یادونه وشي چې لومړی دې همدا کسان په عمل کې د اوبو د کم لګښت لېوالتیا ولري او د «یو ته مسلې، خپله پرې حملې» ټوکه ونه شي.
۴- د شنو سیمو خوندیتوب
هر کس مسوولیت لري چې په خپله شاوخوا کې له شنو سیمو او ونو ساتنه وکړي. همدا شنې سیمې دي چې زموږ ژوند یې ممکن کړی دی، اکسیجن راکوي، د هوسا ژوند زمینه راته برابروي او حاصل هم راکولی شي. بدبختانه په تېرو څلورو لسیزو کې په بېباکانه ډول ځنګلونه او شنې سیمې له منځه ولاړې او په سپېرو ډاګونو بدلې شوې. تر نن پورې ځنګلونه د سون د توکو لپاره وهل کیږي او یا هم په قاچاقي ډول ګاونډیو هېوادونو ته اړول کیږي. موږ ته پکار ده چې ونې او ځنګلونه په خپلسر ونه وهو. د حکومت اجازه باید ولرو او په بدل کې نورې ونې کښېنوو.
ب: د حکومت مسوولیت
۱ـ د اوبو مدیریت
د چاپېریال ساتنې په برخه کې د حکومت مسوولیتونه ژور او ګڼ دي. د حکومت تر ټولو ستر او لومړی مسوولیت د اوبو مدیریت او پانګونه ده. حکومتونه په خپلو انکشافي بودیجو کولی شي چې د اوبو د مهار او مدیریت برخه کې خپله کارنده نقش ترسره کړي. د بېلګې په ډول د غرو په لمنو او غاړو کې د کندو اېستل، د ذخیروي بندونو جوړول، د کانالونو کښنه، د ژورو لښتیو اېستل، د استنادي دېوالونو جوړول او داسې نور د حکومت مسوولیت ګرځي. همداشان حکومتونه کولی شي چې دې برخه کې نور بنسټونه او سازمانونه ګډون او پانګونې ته راوبلي. د سربندونو او چکډیمونو له اوبو څخه نه یوازې برېښنا ترلاسه کولی شو، بلکې اوبه یې کروندو ته هم د ګټې اخیستو وړ دي.
۲ـ له عصري او ماډرنو لارو کرنه
حکومت ته پکار ده چې د اوبو سپما په پار د کرنې پر سکټور د پام وړ پانګونه وکړي. دې برخه کې له ګاونډیو او نورو حکومتونو د تجربو لاسته راوړل، د همکاریو ګڼ تړونونه لاسلیکول او نور شامل دي. عصري کرنه کولی شي چې تر ۶۰ -۷۰ سلنه د اوبو د ضیاع مخه ونیسي. نن سبا په ټوله نړۍ کې ځمکې په قطره یي سیسټم اوبیږي چې بدبختانه لا هم زموږ په هېواد کې حتی یو کلی هم په ماډرنه کرنه سمبال نه دی او نه هم قطره یي سیسټم ته چندان پاملرنه شوې ده. د کرنې سکټور په پښو درول اړین دی او همدا یوازینۍ برخه ده چې ډېرې اوبه پکې مصرفیږي. که مو کرنه عصري کړه، نو ډېره سلنه اوبه به مو له بېځایه مصرف راګرځولې وي.
۳ـ ځنګل جوړونه
د ځنګلونو او څړځایونو بیا احیا نه یوازې طبیعت او چاپېریال سمسوري؛ بلکې د اقلیم په رغونه کې د پام وړ رول لري. ځنګلونه همدارنګه د خاورو د تخریب مخه هم نیسي، طبیعي پېښې، سېلابونو او نورو مخنیوی کوي. دغه راز که یاد ځنګلونه مېوه لرونکي وي؛ نو له مېوو یې هم ګټه اخیستل کېدای شي. سږ پسرلی د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، کابل ښاروالي او د چاپېریال ساتنې ملي ادارو د هېواد په کچه به میلیونونه نیالګي کښېنولي. کرنې وزارت همدارنګه ویلي چې تراوسه یې ۲۰ زره هکټاره ځمکه پر ځنګلونو پوښلې ده. ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست ویلي چې په داسې یوه طرحه کار کوي چې له مخې به یې په راتلونکو ۷ کالونو کې ۲ سوه میلیونه نیالګي کښېنوي او د هېواد ۱۰ سلنه ځمکه به زرغونه شي؛ خو تر ټولو مهمه دا ده چې ددغو نیالګیو پالنه څنګه وشي؟ تېرو څو کلونو کې هر کال په پسرلي کې د نیالګیو د اېښودو کمپاین زور واخلي، خو بېرته سوړ شي او اېښودل شوي نیالګي بې اوبو وچ شي.
۴ـ نوې کېدونکې انرژۍ کارونه
د کابل په ګډون ګڼ ښارونه د نوې کېدونکې انرژۍ د تولید وړتیا لري. ددې لپاره چې طبیعت ته مو کم ګواښ او تاوان پېښ کړی وي؛ پکار ده چې نوې کېدونکې انرژۍ ته مخه کړو. افغانستان د لمریزه برېښنا د تولید برخه کې لوړه وړتیا لري. همدارنګه یو شمېر ولایتونه چټک بادونه چې په اسانه ترې بادي برېښنا لاسته راوړلی شو. د نوې کېدونکې برېښنا تر ټولو لویه ګټه همدا ده چې چاپېریال نه ککړوي او هم یې انرژي د بیا بیا نوې کېدو وړ ده.
۵ـ د نړیوالې همکارۍ جذب
له اقلیم بدلون اغېزمن هېوادونه کولی شي چې د نړۍ همکاري او مالي ملاتړ راجذب کړي. بدبختانه افغانستان ته دې برخه کې هېچا پاملرنه نه ده کړې او نه هم نړیوالو د افغانستان د اقلیم د زیان غرامت پرې کړی دی. نه یوازې دا چې افغانستان سره دې برخه کې مرسته نه ده شوې؛ بلکې افغان استازي د اقلیم بدلون په تړاو په نړیوالو غونډو کې له ګډون هم محروم دي. یو داسې هېواد چې د لویو قدرتونو په مټ د اقلیم بدلون زیان ویني، خو بېرته آن په نړیوالو غونډو کې هم د ګډون اجازه نه ورکول کیږي.
ج: نړۍ
موږ وړاندې وویل چې افغانستان د اقلیم په بدلون کې ونډه نه لري، خو له هر چا مخکې ډېر زیانمن شوی دی. د افغانستان د اقلیمي بدلون په برخه کې د نړۍ مسوولیتونه او دندې څو اړخه لري.
۱ـ نړیواله همکاري او سیاسي ملاتړ
نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې د اقلیم په تړاو جوړېدونکې هرې غونډې ته افغان استازي وروبلي او د یوه زیانمن هېواد په توګه ورته وګوري. یادې ټولنې ته بویه چې د اقلیم بدلون موضوع سیاسي نه کړي او افغانستان ته د یوه قرباني هېواد په توګه وګوري. نړۍ باید د پارس تړون په ګډون نورو هغو تړونونو ته ژمن پاتې شي چې د اقلیم بدلون په تړاو لا هم د منلو وړ دي.
۲ـ مالي ملاتړ:
لکه څنګه چې د اقلیم بدلون نړیواله مسله او ربړه ده؛ نو نړۍ ته پکار ده چې دې برخه کې د افغانستان مالي ملاتړ وکړي. نړیوال بانک، اقلیم بدلون مالي صندوق، پرمختیایي بانکونه او نور نړیوال سازمانونه باید د افغانستان لاسنیوی وکړي.
۳ـ ظرفیت لوړوونه:
نړۍ مسوولیت لري چې د افغان کادرونو ظرفیت د اقلیم بدلون او نورو موضوعاتو په تړاو لوړ کړي؛ تر څو دلته د اقلیمي پېښو پر وړاندې پوهاوی لا زیات او د نورو مرګونو پېښو مخنیوی وشي. د بورسونو او زده کړو زمینه، علمي او څېړنیزو کنفرانسونو کې ونډه او ټکنالوژیکه برخه کې د افغان ځوانانو په پښو درول د نړیوالو دنده ده.
پایله
بدبختانه وروستیو ورښتونو یو ځل بیا ګڼې کورنۍ د ویر پر ټغر کېنولې. دغو پېښو وښودله چې افغانستان باید نور د اقلیم بدلون موضوع جدي وګڼي او د اوبو مدیریت په برخه کې له هر څه ډېر کار وشي. د اوبو مدیریت، سپما او د اقلیم رغونه د یوه مثلث په څېر د خلکو، حکومت او نړۍ ګډه دنده ده. دې موضوع کې هر لوری خپل ځانګړی نقش لري. د پارېس د تړون له مخې د اقلیمي بدلون په تړاو ټول ګډ مسوولیت لري؛ خو بدبختانه له افغانستان سره لا هم سیاسي چلند کیږي او له دې حق محرومیږي. نړۍ باید د افغانستان دې حق ته لبیک ووایي او غرامت ته غاړه کېږدي. نړیواله ټولنه نه یوازې باید دې حق ته غاړه کېږدي، بلکې د افغانستان مالي، تخنیکي او اکاډمیک ملاتړ وکړي. د اقلیم بدلون برخه کې شوي کارونه هم یوازې نمایشي دي او په رښتیني مانا ګامونه لا نه دي اخیستل شوي. افغان حکومت د اوبو د مدیریت او چاپېریال د ساتنې برخه کې ځانګړې هڅې کړي. د اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین حفظهالله، د هېواد ټولو ولسوالیو ته د یو یو چکډیم جوړول منظور کړي؛ خو دا ګامونه لا ډېر چټکول غواړي.