ډېر لوستل شوي

بهرنیو چارو وزیر د کابل-عشق اباد د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي عشق اباد کې د افغانستان له سفارت څخه لیدنه کړې ده.

مولوي متقي ترکمنستان ته په خپل سفر کې ددغه هیواد په پلازمېنه عشق اباد کې د افغانستان له سفارت لیدنه ترسره کړې او کارکوونکو ته یې یو لړ سپارښتنې کړي دي.

ښاغلي متقي د دې سفارت ډیپلوماټانو او کارکوونکو سره په لیدنه کې د کابل-عشق اباد د اړیکو پر پراختیا او د کونسلي چوپړونو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې چې پرون یکشنبه د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د یوه پلاوي په ملتیا د دوه اړخیزو مسایلو د بحث په موخه ترکمنستان ته ولاړ.

اړوند خبرونه