اوبه؛ هغه سرچینه چې ژوند پرې ولاړ دی، خو نن یې په کابل کې تر ځمکې لاندې سطحه ورځ تر بلې ټیټېږي او له همدې امله د ښار ډېری اوسېدونکي له جدي اندېښنو سره مخ شوي دي.
په پلازمېنه کابل کې تر ځمکې لاندې اوبو کچې د کمښت لاملونه د نفوس چټک زیاتوالی، اقلیمي بدلونونه، د ژورو او خپلسري څاګانو کیندنه، او د اوبو بېمسوولیته ضایع بلل کېږي.
د پلازمېنې اوسېدونکي وايي، که چیرته د اوبو مدیریت په برخه کې جدي ګامونه پورته نشي، کابل ښار به له ستر ناورین سره مخ شي.
د پلازمېنې کابل یو اوسېدونکي، ضابط ګل ځدراڼ په دې اړه وویل: “هر کال د اوبو سطحه ښکته روانه ده. په ډېرو سیمو کې دا حالت دومره جدي دی، چې آن په ۱۵۰ مترو ژوروالي کې هم څاګانې وچې شوې دي.”
همداراز بل اوسېدونکي محمد قسیم زیاته کړه: “زموږ په کلي کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د لمر له راختو سره سم د سولر په واسطه واټرپمپونه روښانه کيږي او له لارې اوبه ایستل کېږي او تر مازدیګر پورې دوام لري. دا کار تر ځمکې لاندې اوبو پر سطحه مستقیم منفي اغېز کړی، او د اوبو کچه ډېره راټیټه شوې ده.”
ورته مهال، د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د کابل ښار د اوبو د مدیریت په برخه کې لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونه پلي شوي، او هڅې روانې دي څو تر ځمکې لاندې اوبه بېرته تغذیه شي.
د یاد وزارت ویاند، قاري مطیعالله عابد له امید راډیو سره په خبرو کې زیاتوي چې پخوا به یوازې د پغمان درې اوبه د قرغې بند ته تللې، خو اوس د پشه بند اوبه هم په یاد بند کې ذخیره کېږي.
ښاغلي عابد زیاته کړه: “تر ځمکې لاندې اوبو د تغذیې لپاره د کابل ښار لوېدیځه سیمه یوه مناسبه ساحه بلل کېږي، او هلته د اوبو مدیریت ترسره شوی دی. پخوا یوازې د پغمان درې اوبه قرغې بند ته تللې، خو اوس د پشهیي درې اوبه هم دغه بند ته انتقالېږي.”
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د ارغندۍ درې اوبه هم مدیریت شوي، او په پلان کې لري چې د شاتوت للندر بند هم جوړ کړي.
د وزارت په وینا، د دغه بند له جوړېدو سره به د پلازمېنې کابل د اوبو کچه کې د پام وړ زیاتوالی راشي.
لیکوال: فیصل میر