ډېر لوستل شوي

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: له ایرانه تر ۳۵۰ زره ډېر راستانه شوي کډوال خپلو سیمو ته لېږدول شوي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت تر اوسه له ایران څخه راستنو شويو افغان کډوالو له ډلې تر ۳۵۰ زره زیات کسان په منظمه توګه خپلو اصلي ولایتونو او سیمو ته رسولي دي.

نوموړي دا څرګندونې نن پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي او زیاته کړې یې ده، چې دغه لړۍ لا هم روانه ده او مسوولين هڅه کوي، تر څو راستنېدونکو کډوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي. د یادونې ده، چې په دې وروستیو میاشتو کې زرګونه افغان کډوال د ایران حکومت له لوري په جبري توګه له خپل هېواده افغانستان ته را لېږلي، چې ډېری یې له سختو اقتصادي او ټولنیزو شرایطو سره مخ دي.

اړوند خبرونه