په تېرو ۱۹ ورځو کې د هرات ولایت په اسلامکلا کمپ کې له ایران څخه افغانستان ته راستنېدونکو هېوادوالو ته د مخابراتي ستونزو د حل په موخه تر دې مهاله ۱۲۰ زره وړیا سیمکارټونه ویشل شوي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت ویاند عنايتالله الکوزي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا لړۍ شپه او ورځ دوام لري او د ټولو مخابراتي شرکتونو استازولي په دغه کمپ کې فعاله شوې، څو د بیرته راستنېدونکو کډوالو لپاره مخابراتي خدمتونه پر وخت او اغېزمن ډول برابر کړي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په منځنۍ کچه هره ورځ تر ۶۵۰۰ پورې په وړیا توګه سیمکارټونه ویشل کېږي، چې د وړیا انټرنټ او د تماس دقیقو اسانتیا هم لري.
په ورته مهال، د هرات د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خپلو نظارتي ټیمونو سره یو ځای، د ویش بهیر له نږدې څاري او د هر ډول ستونزو پر مهال سملاسي اقدام کوي.