ډېر لوستل شوي

اسلام‌کلا کې د کډوالو چوپړتياوو ته يو نيم ميليارد افغانۍ ځانګړې شوې

د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت د اسلام‌کلا سرحدي دروازې ته د سفر پر مهال د کډوالو لپاره د بيړنيو خدمتونو او لنډمهالي سرپناوو برابرولو په موخه د يو نيم ميليارد افغانيو د بوديجې له ځانګړي کېدو خبر ورکړی دی.

ښاغلي فطرت ويلي، چې په تېرو څو اوونيو کې له ايران څخه نږدې نیم ميليون افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي او اوس‌مهال د اسلام‌کلا وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

په همدې حال کې، د سرحدي خدمتونو د کمېټو مشر مولوي احمد حقاني ويلي، چې ټولو راستنېدونکو ته درې وخته خواړه، اوبه او نور لومړني خدمتونه برابر شوي دي.

مرستیال وياند همداراز د سيمه‌ييزو ادارو، د کډوالو ریاست، د سرې مياشتې ټولنې، خیریه بنسټونو او د رضاکارو ځوانانو له هڅو قدرداني کړې ده. د کډوالو چارو د کمېټې د معلوماتو له مخې، هره ورځ له ۳۰ زرو ډېر افغانان د اسلامکلا له لارې هېواد ته راستنېږي.

اړوند خبرونه