د ا.ا بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس، عبدالحی قانت وایي کابل ته د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزیر د راتګ یو پیغام دا و چې په نږدې راتلونکې کې په استانه کې د اسلامي امارت رسمي سفیر ومني او همداراز په کابل کې د خپلې سیاسي استازولۍ کچه د سفیر سطحې ته لوړه کړي.
ښاغلي قانت په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د قزاقستان لخوا دا ځانکړی تصمیم او د بهرنيو چارو وزير له لوري خپل افغان سیال ته ډاډ ورکول، په دې وخت کې د سیاسي اړیکو د نوي پیل لپاره مهم سګنال دی. عبدالحی قانت دا هم ویلي چې قزاقستان په تېرو نږدې څلورو کلونو کې له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې مناسب پرمختګ کړی دی.