د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د راپور له مخې، د شنبې په ورځ، له بېلابېلو لارو ۳۸۰۸ کورنۍ چې ۲۰۷۳۵ تنه افغان کډوال کېږي، په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي او اړين خدمتونه هم ورته برابر شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې دغه کډوال د اسلامکلا، ورېښمو، سپین بولدک، تورخم او انګور اډې له بندرونو هېواد ته راغلي چې له ډلې یې ۳۱۵ کورنۍ چې ۱۵۷۹ تنه کېږي، خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي او ۳۳۴۴ کورنیو ته نغدې مرستې ورکړل شوې دي. همداراز، ټولو راستنو شویو ته د روغتیا، ټرانسپورټ، عامه پوهاوي، خوراکي توکو او مخابراتي خدمتونو په برخو کې اړینې اسانتیاوې برابرې شوې، چې له مخې یې ۲۰۰۸ عدده سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.